د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، نن شنبې په یوې خبري غونډه کې، د داعش په وړاندې د درې کلنې جګړې پای اعلان کړ.
العبادي په دې اړه وویل:«زموږ ځواکونه په بشپړه توګه د عراق – سوریې د پولو کنټرول لري او له دې امله موږ داعش پر ضد د خپلې جګړې پای اعلان وو.»
ښاغلی عبادي وايي چې په دغې جګړه کې عراقي ځواکونه ګټونکي دي.
هغه زیاته کړه:«زموږ دښمن غواړي زموږ تمدن له منځه یوسي. خو، موږ د خپل یووالي له امله ګټونکي یوو، موږ په لږ وخت کې بریالي شوو.»
داعش ډله په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې، د بغداد په شمال او لوېدیځ کې ډېرې سیمې ونیولې.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرې میاشت کې، د ایران ولسمشر حسن روحاني په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د خلافت پای اعلان کړ.
ښاغلي روحاني ویلي وو:«نن د خدای په لارښونه او د سیمې له مقاومت سره کولای شو ووایوو دا شیطان د سرو له سره کم شو.»
ښاغلي روحاني له هغه څه چې د داعش ډلې پاتې شونې یاد کړل، اندېښنه وښودله. هغه وویل د دغې ډلې پاتې شونې به دوام پیدا کړي.