Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري فرانسې ته ولاړ

رپوټونه رسوي چې د لبنان لومړی وزیر سعد حریري، چې موده وړاندې له خپلې دندې استعفا وکړه، له خپلې کورنۍ سره له سعودي عربستان څخه فرانسې ته ولاړ.

حریري کابو دوه اوونۍ وړاندې او له سعودي عربستان څخه خپله استعفا اعلان کړه خو د لبنان ولسمشر د هغه استعفا نه ده منلې.

ټاکل شوې ده چې، حریري د فرانسې له ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

تر دې وړاندې د المان په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي وو چې، سعد حریري د خپلې غوښتنې پرخلاف په سعودي کې اوسېږي، خو نوموړی دا ادعاوې ردوي.

سعودي عربستان هم د المان د دغو ادعاوو په اعتراض کې خپل سفیر له برلین څخه غوښتی دی.

ترهغه وروسته چې حریري له دندې استعفاء وکړه ، ریاض او تهران یو بل د هغه د استعفاء لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال سره د یوې لیدنې په ترڅ کې وویل هغه تورونه چې ګواکې سعد حریري د سعودي عربستان له خوا ګوښه کېدو ته اړ کړل شوی او اړ دی چې په عربستان کې پاتي شي بې بنسټه بولي.

هغه زیاته کړه:«دا ټول تورونه بې‎بنسټه دي، سعد حریري یو لبناني توکمه عربستانی دی او هر کله چې وغواړي کولای شي عربستان پرېږدي. هغه کولای شي بېرته لبنان ته ستون شي او دا مسله په هغه او د هغه په امنیت پورې اړه لري.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د لبنان حزب الله د نړۍ لومړنۍ درجه ترهګره ډله بولي.

هغه څرګنده کړه:«د نړۍ د هېوادونو د اجماع لیدلوری دا دی چې د لبنان حزب الله ډله د نړۍ لومړنۍ درجه ترهګره ډله ده، خو د لبنان قانون او واکمنۍ ته باید درناوی وکړي او اجازه نه‎لري چې ناقانونه وسله ولري.»

هغه له خپل فرانسوي سیال سره په لیدنه کې له فرانسې سره پر نېږدې همکاریو هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او حزب الله ویلي دي چې سعودي عربستان د سعد حریري په ګوښه کېدو کې لاس لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه