د پاکستان د انصاف تحریک مشر عمران خان، د مالي فساد له توره برائت ترلاسه کړ.
د پاکستان سترې محکمې، عمران خان یې له دغو تورونو بې ګناه اعلان کړ، خو د تحریک انصاف یو بل لوړپوړي مشر یې له مالیاتو څخه د تېښتې په تور، مجرم وپېژانده او بې واکه یې کړ.
عمران خان ته برائت ورکول،د هغه لپاره ستره بریا حسابېږي، ځکه چې پلویان یې هیله لري چې د پاکستان د راتلونکي کال په پارلماني ټاکنو کې، هغه د لومړنۍ وزیرۍ څوکۍ ته ورسېږي.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر د دغه هېواد د حاکم ګوند له خوا د ناقانونه شتمنیو او له مالیاتو د تېښتې او پیسو پر وینځلو تورن شوی وه، چې د پاکستان د سترې محکې له خوا ورته برائت ورکړل شو.
عمران خان زیاته کړه:«زه وتوانېدم چې د خپلو ټولو مالي لېږد لپاره رپوټ ورکړم، جدا دا چې په لنډن کې د اپارتمان د پېرلو، د هغه بېرته پلورل او پاکستان ته د هغه د پیسو بېرته راستنېدل وړاندې کړل.ما محکمې ته ۶۰ سندونه یوړل. هغو کسانو چې پر ما یې دعوا لرله او دا نوازشریف دی چې تراوسه نه دی توانېدلی له پاکستانه د ۳۰۰ مېلیار روپیو د لېږد په اړه ځواب ورکړي.»
د عمران خان پلویان هیله لري چې ګوند یې د دغه هېواد د راتلونکي کال په ټاکنو کې بریالی شي او هغه لومړۍ وزیرۍ ته ورسېږي.