د ایراني روسنیو د راپور له مخې وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ اجرايي فرمان دې هېواد ته د ایراني وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه، ایرانۍ نامتو سندرغاړې، ګوګوش د څو ورځې راهیسي په لندن کې پاتې ده.
د راپورونو له مخې د ګوګوش مدافع وکیلانو نوموړې ته سلا ورکړې چې امریکا ته د کنسرت په موخه له تلو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ګوګوش امریکا کې د اوسېدو شین کارت هم لري، خو بیا هم دې هېواد ته له ورتګه منع شوې ده.
د ګوګوش یوه مدافع وکیل، شهرام سروش یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي:«ګوګوش په امریکا کې د اوسېدو شین کارت لري، خو موږ امریکا ته د تګ لپاره دوه زړه یوو.»
ګوګوش د فارسي ژبه نامتو سندرغاړې ده او په لسګونو فلمونو کې یې هم ونډه درلوده.
ګوګوش په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې په یوه مرکه کې له ایران څخه د تګ کیسه کړې وه، اوس یې ویلي دي چې بیا یې هغه وخت ورپه یاد شوی دا چې نشي کولی امریکا ته ولاړه شي.