Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړه

په سوریه کې د روسيې پوځیانو قومندان، سرګي سوروویکن وایي امریکا له رقې ښار حالت له نېږدې څاري او له دې ښاره یې د داعش ډلې وتو لپاره مرسته کړې او ورته یې امن کږلیچ جوړ کړی دی.

سرګي سوروویکن زیاتوي:«موږ خبر شوي یوو چې داعش ډله  د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو پر وړاندې پرته له کوم مقاومت څخه رقه ښار یې پریښی او د پالمیرا خوا ته تللي دي.»

د روسیې د اردو دوه جګپوړي چارواکي پر امریکا  تور پورې کړی چې امریکا له رقه ښار څخه د داعش په تیښته کې مرسته کړې او د بشارالاسد حکومت پر وړاندې له دغو جنګیالیو څخه کار اخیستی

نوموړی وړاندې وايي:«د نړیوال ائتلاف ځواکونو موخه د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه ده خو دوی د سوریې پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي او اورپکي پرېږدي چې په ازادانه ډول په ښارونو کې وګرځي نو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې د نړیوال ائتلاف ځواکونو موخه څه ده.»

دا روسي قومندان څرګندوي، داسې باور شته چې  امریکایان د سوریې د دولتي ځواکونو د مخکې تګ مخنیوي لپاره له داعش ډلې څخه کار اخلي.

له بلې خوا دغه روسي چارواکي په سوریه کې د خپلو ځواکونو عملیات اغیزمن بللي.

دی وايي په تیره میاشت کې ۱۰۹ سیمې له  جګړه مارانو څخه پاک شوي دي او په دې بهیر کې د روسیې جیټ الوتکې ۱۲۶۸ عملیاتي الوتنې ترسره کړي دي او د ترهګرو درې زره و دوه سوه قرارګاوې یې له منځه وړي دي 

روسي چارواکي وایي، د سوریې دولتي ځواکونه د سویده ولایت یو شمېر برخې نیولي دي، خو د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف ځواکونو مقاومت سره مخامخ شوي دي

شریک یي کړئ