Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان له قطر سره ټولې خبرې اترې وځنډولې

په انزوا کې د قطر له میاشتو وروسته، په دې وروستیو کې سعودي عربستان خپلې ټولې خبرې اترې له دغه هېواد سره ځنډولې دي.

ریاض، قطر د حقایقو په تحریف تورن وي او وايي تر هغه مهاله چې دوحه په خپل دریځ کې بدلون را نه ولي له دغه هېواد سره خبرې اترې به ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خبرو اترو د ځنډ له اعلان څخه وړاندې د سعود عربستان ولیعهد په یوه ټلېفوني اړیکه کې د قطر له امیر سره خبرې اترې وکړې.

د رپوټونو پر بنسټ، د قطر امیر ویلي وو چې هېواد یې حاضر دی چې له خلیجي هېوادونو سره د خپلو اختلافونو په اړه خبرې اترې وکړي.

سعودي عربستان، بحرین، مصر او عربي متحده اماراتو کابو ۴ میاشتې وړاندې، قطر یې له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ او له دغه هېواد سره یې خپلې اړیکې پرې کړې.

شریک یي کړئ