Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سعودي عربستان پر سعد حریري د فشارونو تورونه ردوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي سعد حریري چې هر وخت وغواړي کولای شي عربستان پرېږدي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر نن جمعه له خپل فرانسوي سیال سره د یوې لیدنې په ترڅ کې وویل هغه تورونه چې ګواکې سعد حریري د سعودي عربستان له خوا ګوښه کېدو ته اړ کړل شوی او اړ دی چې په عربستان کې پاتي شي بې بنسټه بولي.

هغه زیاته کړه:«دا ټول تورونه بې‎بنسټه دي، سعد حریري یو لبناني توکمه عربستانی دی او هر کله چې وغواړي کولای شي عربستان پرېږدي. هغه کولای شي بېرته لبنان ته ستون شي او دا مسله په هغه او د هغه په امنیت پورې اړه لري.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د لبنان حزب الله د نړۍ لومړنۍ درجه ترهګره ډله بولي.

هغه څرګنده کړه:«د نړۍ د هېوادونو د اجماع لیدلوری دا دی چې د لبنان حزب الله ډله د نړۍ لومړنۍ درجه ترهګره ډله ده، خو د لبنان قانون او واکمنۍ ته باید درناوی وکړي او اجازه نه‎لري چې ناقانونه وسله ولري.»

هغه له خپل فرانسوي سیال سره په لیدنه کې له فرانسې سره پر نېږدې همکاریو هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او حزب الله ویلي دي چې سعودي عربستان د سعد حریري په ګوښه کېدو کې لاس لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه