Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي کوریا د توغندیو ځواکمن ماشین وازمویلو

د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې هېواد پوځ د توغندیو ځواکمن ماشین ازمویلی دی.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ سي ان آی راپور ورکړی چې د دې هېواد مشر، کیم جونګ اونګ ویلي دي چې دا ازموینه«د توغندیو په صنعت کې نوی تولید دی.»

مخکې له دې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرو ریسک تیلرسون سویلي کوریا ته د جمعې پر ورځ خپل سفر کې ویلي وو چې شمالي کوریا سویلي کوریا او یا هم دې هېواد کې امریکايي شته وګړو ته خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي نو پوځي غوراوی به وڅېړي.

نوموړي همداراز له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې وویل چې دواړه هېوادونه به د هستوي پروګرام څخه د شمالي کوریا لیری کولو ګډې هڅې وکړي.

له بلې خوا، شمالي کوریا ویلي چې د دوی نوی آزمویل شوی ماشین د سپوږمکۍ لیږلو وړیتا لري.

ویل کېږي چې شمالي کوریا تر اوسه ۵ هستوي او څو نور توغندیز آزموښتونه ترسره کړي دي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې وویل چې دواړه هېوادونه به د هستوي پروګرام څخه د شمالي کوریا لیری کولو ګډې هڅې وکړي

شریک یي کړئ