Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لندن کې د اورلګېدنې پېښې د مړینې شمېر۵۸ تنو ته ورسيد

د لندن ښار په لویدیځ کې "ګرن‎فل" ۲۷ پوړیزه ودانۍ کې د تیرې اونۍ د اورلګیدنې له امله ۵۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سره له دې چې ټول مړي پيدا شوي نه دي، خو بریټانیایي چارواکي وایي چې ښایي لادرکه شوي کسان ژوندي نه وي.

د یادو چارواکو په وینا، د دې اورلګیدنې څیړنې به څو اوونۍ وخت ونیسي.

اوس ځیني کسان په داوطلبانه توګه غواړي چې له زیانمنو کسانو سره مرستې وکړي.

له دې سره، د بریټانیا لومړی وزیر مني چې د دې ودانۍ اوسیدونکو ته د مرسته کوونکو ادارو له خوا  ډیر ژر په سمه توګه رسیدګي نه ده شوې.

شاهدانو د اولګېدنې پرمهال ویلي وه چې د ودانۍ له ننه یې د مرستې غوښتنې غږ اورېدلی او یو شمېر کسان یې د کړکیو مخې ته هم لیدلي وو.

د اورلګېدنې له امله پورته شوي لوګي د لندن په ډېرو برخو کې لیدل کېدل.

لند کې د اورلګېدنې له امله دوژل شویو شمېر ۵۸ تنو ته رسېدلی او د یادې پېښې قربانیانو ته د نه رسېدنې په اړه شکایتونه شته

شریک یي کړئ