امریکايی سرتېری بويي برګډال چې څو کاله وړاندې د طالبانو د څو لوړپوړو چارواکو په بدل کې، د دغې ډلې له منګولو ازاد کړل شو، له دندې یې ګوښه او همدارنګه په ۱۰ زره ډالرو جریمه شو.
امریکایی سرتېری بويي برګډال چې درې کاله مخکې د طالبانو له بنده خوشې شوی وه، په امریکا کې یوې پوځي محکمې مجرم وپېژانده. پر ده تور و، چې دنده یې پرېښې او د خپلو ملګرو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وه.
دغې پوځي محکمې، پرېکړه وکړه چې دی به له دندې لېرې کېږي، لس میاشتې به د میاشتې زر ډالر جریمه ورکوي او رتبه یې دې هم ټيته شي.
له دې سره د برګډال مدافع وکیل وایي، برګډال له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې په ژغورنه کې یې هڅې کړي دي.
هغه وویل:« برګډال له هغو کسانو مننه کوي چې ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې ده پسې ګرځېدل او په ځانګړې توګه له هغو کسانو منندوی دی چې د ده د ژغورنې پر مهال ټپیان شوي. هغه له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې د ده په ژغورنه کې یې هڅې کړي، د پلار او مور په ګډون، پخواني ولسمشر بارک اوباما او نورو هغو پوځیانو او ملکیانو څخه مننه کوي چې د دې قضیې تر وروستیو یې نه ستړي کېدونکي هڅې کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د برګډال د خوشې کېدو په بدل کې د طالبانو د ۵ غړو خلاصون له کبله نیوکه کړې وه او پر بند د هغه د نه محکومېدو له لامله یې هم نیوکه کړې وه.
ډونلډ ټرمپ پر خپله ټوېیټر پاڼه لیکلي وو:« د برګډال په اړه د محکمې پرېکړه، زموږ د هېواد لپاره یوه ستره رسوایي ده.»
خو د برګډال مدافع وکیل د ډونلډ ټرمپ دا غبرګون پر ځای نه بولي.
ایکوین فيډل وايي:«د خلکو د احساساتو د پارونې لپاره ولسمشر ټرمپ زیاتو هڅو پر دې قضیې سیوری غوړلی. هر امریکا د هغه په څرګندونو اساسي قانون کې د خلکو د حقونو د هېرولو له کبله خوابدی شوی.»
بوي برګډال په ۲۰۰۹ کال کې، وروسته تر هغو طالبانو برمته کړی وه چې د خپلې دندې خای یې پرېښی وه. دی په ۲۰۱۴ کال د ګوانتانامو له بندخونوې د پنځو طالب بندیانو د ازادېدو په بدل کې، طالبانو خوشې کړ.