Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

موصل کې لا هم سخته جګړه او د زرګونو کسانو تېښته

په موصل ښار کې د عراقي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ سختې نښتې سره هم‎مهال، زرګونه کسان اړ شوي چې له دې ښاره وتښتي.

عراقي ځواکونه النوري جومات ته چېرې چې داعش ډلې خپل خلافت اعلان کړی وه، نېږدي شوي دي.

د ویلو ده چې لا هم په دې ښار کې ۶۰۰ زره کسان بند پاتې دي، خو زرګونه تنه هم په تېښته بریالي شوي دي.

یوه بوډا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي:«موږ ۲۵ ورځې بند پاتې وو. نه خواړه وو او نه اوبه. ټول د مړینې په حال کې دي او دوی باید موږ وژغوري.»

د عراقي ځواکونو یوه قومندان ویلي دي چې د موصل ښار تنګو کوڅو او د ملکي کسانو شتون له امله یې پوځي عملیات پڅ پر مخ روان دي، خو دوی اوس‎مهال توانیدلي تر څو له داعش ډلې څخه د لرغونې ښار بله برخه هم ونیسي.

د موصل زاړه ښار په سیمه کې جګړه سخته شوې ده او بهرني ائتلافي ځواکونه هم د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي.

عراقي ځواکونو د ژمي په لومړیو کې د موصل ښار ختیځي سیمې ونیولې، خو لرغونې سیمې په دې ښار په لویدیځه برخه کې دي.

مخکې له دې عراقي ځواکونو له داعش ډلې مهمې سیمې لکه هوايي ډګر، د اورګاډي تمځای او دولتي ودانۍ نیولې وې.

د ویلو ده چې لا هم په دې ښار کې ۶۰۰ زره کسان بند پاتې دي، خو زرګونه تنه هم په تېښته بریالي شوي دي

شریک یي کړئ