Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټیس له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرۍ په وړاندې هڅې دوه برابره کړي

د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دفاع وزیر مټیس د پاکستان له لومړي وزیر خاقان عباسي او د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره په اسلام اباد کې د یوې لیدنې په ترڅ کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې له قربانیو ستاینه وکړه، خو وې ویل چې له ترهګرۍ سره د جګړې په کار کې د دغه هېواد هڅې باید دوه برابره شي.

خبرپاڼه کاږي چې ښاغلي مټیس همدارنګه له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«مټیس له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان له قربانیو ستاینه وکړه او هغه همدارنګه د سیمې د امنیت او د سولې په بهیر کې د اسانیا د رامنځته کولو په برخه کې له امریکا او نورو هېوادونو سره د پاکستان پر مهمې ونډې ټینګار وکړ.»

خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د امریکا دفاع وزیر ته ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی.

له بلخوا د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې پاکستان د هر بل هېواد په پرتله، په افغانستان کې د ټیکاو غوښتونکی دی او امریکا باید په افغانستان کې د ترهګرو د پټن‎ځایونو له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د «اې بي سي» خبري شبکې رپوټ خپور کړی چې داوړو خواوو اعلان کړی چې امریکا او پاکستان غواړي چې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او اسلام اباد د افغانستان د سولې د مبارزې لپاره مهمه ونډه به ولري.

عباسي وویل:«ګډون شتون لري او زیاته یې کړه چې هغوی باید په لاس کې شته مسایلو سره په مخ ولاړ شي.»

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نم یې په ډاګه شي، ویلي دي چې مټیس روښانه کړه چې پاکستان باید له افغانستان سره د سولې لپاره طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي.

په یوې بلې خبرپاڼه کې چې د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپره شوې راغلي دي:«د اطلاعاتو پر بنسټ به د هېواد په ګوټ ګوټ کې به عملیات دوام ولري او همدارنګه ویلي دي چې عباسي همدارنګه ویلي دي چې د امریکا له هوډ او پرېکړې څخه چې ګواکې نه پرېږدي د افغانستان خاوره د پاکستان په وړاندې استفاده شي، مننه وکړې ده.»

له دې وړاندې مټیس ویلي وو چې امریکا غواړي له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په درشل کې له یو بل سره کار وکړي او همدارنګه د دغې ښکارندې په وړاندې د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پراخې شي.

هغه وویل:«موږ د پاکستان له مشرانو اورېدلي، وايي چې هغوی له ترهګرۍ ملاتړ نه کوي. له دې امله، موږ تمه لرو، داسې اقدامات ترسره کړي چې په دې اړه د هغوی د سیاست انعکاس کوونکې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نېکلسن اعلان وکړ چې راتلونکی کال به پر طالبانو پوځي، ډيپلوماټیک او ټولنیز فشارونه به زیاتوالی ومومي.

شریک یي کړئ