Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مکرون:ایران پرعربستان د توغندي د توغولو مسوول دی

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي هغه توغندی چې څو ورځې وړاندې له یمن څخه د سعودي عربستان د پلازمېنې په لور توغول شوی وه، یو ایراني توغندی وه.

د مکرون په باور، د یمن حوثيانو د ایران په ملاتړ دغه توغندی د ریاض ښار د ملک خالد پر هوايي ډګر توغولی دی.

د فرانسې ولسمشر له دغه برید څخه ورسته، سعودي عربستان ته ولاړ. هغه عربستان ته له رسېدو وړاندې د دوبۍ په ښار کې وویل:«هغه توغندی چې له یمن څخه ویشتل شوی او د سعودي عربستان له خوا شنډ شو، یو ایراني توغندی دی، دا د هغوی د توغندويي فعالیت ځواک ښيي.»

له دې ټولو سره د فرانسې ولسمشر له ایران سره د توغندويي پروګرام خبرو اترو او همدارنګه له لوېدیځ سره د دغه هېواد د اټومي هوکړې پر ساتلو ټینګار کوي.

هغه څرګنده کړه:«موږ اړتیا لرو چې له ایران سره اټومي هوکړه وساتو؛ ځکه که‎چېرې له دغې هوکړې څخه لیرې شو دا کار، له ځنډه پرته پر جګړې او یا هم  له کنټرول څخه د اوضاع د بهر کېدو لامل به شي، او له ناچارۍ څخه به وضعیت د شمالي کوریا په څېر شي چې نه شو کولای هغه ومنو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ریاض هم ایران د دغه توغندي پر توغولو کې پړ بللی وه او ویلي یې دي چې د ایران دا کار د سعودي عربستان په وړاندې د جګړه ده.

شریک یي کړئ