د مکسیکو پلازمینې ته نېږدې د یوې ځواکمنۍ زلزلې له کبله لږ تر لږه دوه سوه کسانو ژوند لا لاسه ورکړی دی.
دا زلزله چې(سېشنبې د وږي۲۹مه) باندې شوې دي، اندازه یې ۷،۱ درجې ښودل شوې ده چې زیات شمېر ودانۍ یې په سیمه کې نړولي دي.
دا روان کال کې دوهمه پیاوړې زلزه ده چې سخته مرګ ژوبله اړوي، مخکې له دې یې د کابو ۹۰ کسانو ژوند اخیستی وه.
د زلزلې ځپلو سیمو ته مرستندویه ځواک رسېدلی او له کنډوالو د لاندې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي، او ښايي چې د وژل شویو شمېر لا هم پورته شي.
په دې زلزه کې تر اوسه د ۲۱ ماشومانو وژل تائيد شوي یو شمېر نور د ښوونځي د نړېدو له کبله لادرکه دي.
اوسمهال په مکسیکو سیټي کې خلک له خپلو کورونو وتلي او هوايي ډګر هم د الوتنو پرمخ تړل شوی دی.