Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نويو بندیزونو په اړه د شمالي کوریا غبرګون امریکا یوځل بیا وګواښله

رپوټونه رسوي چې شمالي کوریا یوځل بیا یې امریکا وګواښله او وې ویل چې امریکا به په بې‎مخیني درد او رنځ اخته کړي.

دغه هېواد پر پیونګیانګ د نويو بندیزونو له نیوکې سره وايي چې خپلې اټومي او توغندويي پروګرام ته به دوام ورکړي.

بلخوا د سوېلي کوریا ځواکونو د لومړي ځل لپاره، پرمختللي کروز توغندي ازمایلي دي.

دغو ځواکونو د «تاروس» کروز توغندي یې د یوه عملیات په لړ کې وازمایل.

 دغه توغندي له اف ۱۶ جنګي الوتکو څخه توغول کېږياو د دغه هېواد په لوېدیځي سواحلو کې موخې په نښه کوي.

دغه الماني توغندي د ۵۰۰ کیلو مټره واټن له لېږد سره کولای شي له رادار څخه پټ پاتې شي.

د سوېلي کوریا د هوايي ځواک له قومندانانو څخه لي هیون وو وویل:«دغه تمرینونه د دې لپاره ترسره کېږي ترڅو د تاروس توغندیو ځواک و ارزول شي. له دغو تمرینونو سره وتوانېدو چې د دغو ځواکونو توان تأیید کړو. که‎چېرې تحریکي کړنې ترسره کړي، د سوېلي کوریا هوايي ځواکونه به له ځنډ څخه پرته د هغوی ځواب ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول؛ خو پیونګیانګ، دغه بندیزونه ونه منل.

په پیرو کې د شمالي کوریا سفیر کیم هاک چان څرګنده کړه:«د امریکا یرغلیز سیاست ته په پام سره، موږ اړ یوو چې خپل اټومي پروګرامونه پراخ کړو او د امریکا د کارونو او د خپلې واکمنۍ د دفاع لپاره دا کار کړو.»

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ډېر کم بولي.

ښاغلي ټرمپ په یوې غونډه کې وویل:«موږ فکر کوو چې دا یو وړوکی ګام وه نه ستر. زه او د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه خبرې اترې وکړې. نه پوهېږم چې دا ګام به اغېزه وکړي که نه؟ خو دغه بندیزونه له مخالفو رایو څخه پرته تصویب شول ډېر ښه دي؛ خو بیا هم هغه کار چې په پای کې ترسره شي د پرتلې وړ نه دی.»

شمالي کوریا پر پيونګیانګ د نویو بندیزونو له نیوکې سره وايي چې خپلې اټومي او توغندويي پروګرام ته به دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه