Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ:پر هغو هېوادونو به مرستې بندې شي چې دهغه په خلاف رایه وکاروي

د بیت‎المقدس په اړه د ملګرو ملتون سازمان په عمومي ټولګه کې د رای ګیرۍ په درشل کې، د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې پر هغو هېوادونو به خپلې مرستې بندې کړي چې د هغه پر خلاف رایه وکاروي.

ټرمپ په دې اړه وویل:«موږ پر دغو رایو څارنه کوو. موږ د هغو ټولو هېوادونو نومونه چې له موږ څخه مالي مرستې اخلي او وروسته د ملي امنیت په شورا او د ملګرو ملتونو په عمومي ټولګه کې زموږ پر ضد رایه ورکوي، یادداښت کوو.»

هغه زیاته کړه:«پرېږدئ هغه هېوادونه چې له موږ څخه په مېلیونو او حتا په مېلیاردو مرستې اخلي، او زموږ پر ضد رایه ورکوي. دا موضوع پر موږ هېڅ اغېزه نه‎لري او د مالي پوله زموږ په ګټه هم ده. پرېږدئ چې هغوی زموږ پر ضد رایه وکاروي، په دې صورت کې ډېرې پیسې زموږ په جېب کې پاتېږېږي.»

ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې څرګنده کړه:«امریکایان د دې موضوع په اړ چې له موږ څخه ناوړه استفاده کېږي، په تنګ شوي او له دې امله، موږ اجازه نه ورکوو چې له موږ څخه ناوړه استفاده وشي.»

د امریکې ولسمشر همدارنګه څرګنده کړه او په ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د دایمي استازي نېکي هېلي له وروستیو اقداماتو څخه ستاینه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د بیت‎المقدس په اړه جوړه شوې وه، د امنیت شورا ۱۴ دایمي او غیر دایمي غړو د مصر طرحې ته د هو رایه وکړه او امریکا چې په مطلقه انزوا کې وه، له ناچارۍ د دغه پرکړه‎لیک وتو ته اړه شوه.

د دغه پرکړه‎لیک لاسوند، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس یو اړخیز پېژاند یې غنده او هغه یې د نړیوالو قوانینو له نظره، بې اعتباره بلله.

شریک یي کړئ