Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ ایران یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۳ مه) په خپل نوي رپوټ کې ایران یې له طالبانو او نور ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

ټرمپ چې په سپنه ماڼۍ کې خبرې کولې څرګنده کړه چې د ایران ډیکټاټوري رژیم، په سلګونه امریکایان وژلي او په بېلابېلو هېوادونو کې له ترهګرۍ ملاتړ کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه:«د امریکا خلکو! د امریکا د ولسمشر په توګه زما تر ټولو ستره دنده دا ده چې د امریکا د خلکو امنیت خوندي کړم. تاریخ ښوولې په هره کچه چې یو ګواښ په پام کې ونه نیسو، په همغې کچې دغه ګواښ خطرناکه کېږي. له همدې امله کله چې دغه مقام ته ورسېدم، حکم مې وکړ چې د ایران په وړاندې زموږ تګلاره وڅېړل شي. دا څېړنه پای ته رسېدلې ده او زه نن، د ایران له دښمنۍ ډک فعالیتونو سره د مبارزې لپاره خپله تګلاره له څو سترو ګامونو سره،د دې د تضیمن لپاره چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسۍ پيدا نه کړي. اعلان وم. زموږ سیاست د روښانه ارزونې پر بنسټ د ایران ډیکټاټوري، له ترهګرو ملاتړ، په منځني ختیځ او درسته نړۍ کې د یرغل دوام، ګواښ ګڼل شوی. ایران په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د یوه معصبه رژيم تر ادارې لاندې واک ترلاسه کړ او یو ویاړلی کس یې اړ کړ چې د هغه توندلاری حکومت ومني. دغه توندلاری رژيم، دغه سخت‎دریځه رژیم  د نړۍ یو له تر ټولو لرغوني او هڅانده ملت پر شتمنۍ برید وکړ  او په ټوله نړۍ کې یې مړینه او تاوتریخوالی رامنځته کړ.»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:«د ایران له ډیکټاټورۍ سره اټومي هوکړه، د کورنیو فشارونو په وړاندې د اقتصادي او سیاسي ژغورنې لپاره یو تسکین وه، چې خوځښتونو رامنځته کړي وو. دغه هوکړه لیک همدارنګه د ایران رژيم ته د یو میلیارد ډالرو اقتصادي ځواک ورکړ ترڅو حکومت یې وکړای شي له ترهګرو ملاتړ وکړي.»

هغه وايي:«د دغې هوکړې د اصولو پر بنسټ، ایران باید د سیمې له سولې او امنیت سره، همکاري کړې وه.له دې سره چې د امریکا په دغې هوکړه کې په خپلو ژمنو ژمن دی، د ایران رژیم تراوسه هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ د لمبو لوړولو، ترهګرۍ، او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.»

ښاغلي ټرمپ پر دغې هوکړې له نیوکې سره وویل:«د ولسي او سنا جرګو مهم مشران، د یوه قانون د لاسوند په چمتو کولو بوخت دي چې د ایران د اټومي هوکړې د څېړنې قانون به اصلاح کړي ترڅو هغه ښه پلی شي او د لویو وچو د کچ کولو توغندیو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وشي. دا ډېره اړینه ده؛ د لویو وچې ویشتونکي اټومي توغندي او همدارنګه د امریکا د قانون په سمون کې، د ایران پر اټومي فعالیتونو، دایمي بندیزونه ولګول شي.»

له بلخوا له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړې په اړه د ټرمپ څرګندونې له یو لړ غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې ایران به تر هغې له دغې هوکړې ونه وځي چې ګټې یې په کې خوندي وي.

د اروپا ټولنې هم ویلي چې هېڅ ولسمشر نه‎شي کولای په یوازې توګه، دغه هوکړه له منځه یوسي.

له دې سره د امریکا د سنا غړي جان مک‎کین له دغو څرګندونو هرکلی کړی، خو ځینو ډموکراټو سناټورانو ویلي چې ایران له لوېدیځ سره د اټومي هوکړې په اړه ژمن دی، او دا هوکړه د امریکا په ګټه ده.

شریک یي کړئ