د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګار کوي چې دغه هېواد د افغانستان په اړه خپلې تګلارې پرېکړې نیولو ته نېږدې دی.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې اداره یې په افغانستان کې د واشنګټن د اوسنۍ تګلارې د څېړنې په حال کې ده او هغه په دغه هېواد کې د نوې تګلارې په اړه پرېکړې نیولو ته نېږدې دی.
هغه د پنجشنبې په ورځ په نیوجرسي ایالت کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل:«موږ نېږدې شوي یوو موږ ډېر نېږدې شوي یوو.دا زما لپاره یو ډېره ستره پرېکړه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د وسلهییزو خدمتونو د کمېټې رییس جان مکین،د افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې پر طالبانو او حقاني ډلې د هوايي بریدونو زیاتوالی په کې ځای لري.
د مکین تګلاره د ترهګرۍ پر ضد د ډېرو امریکايي سرتېرو استول،په افغانستان کې د امریکايي دفاعي ځواکونو د واک زیاتوالی، له افغان ځواکونو سره مرسته او د امریکا ملي پوځ ته ډېر واک په ځان کې رانغاړي.
جان مکین د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه
د امریکا د نوې جنګي تګلارې د اعلان د ځنډ د دوام په پایله کې، د امریکا نفوذ لرونکي سناټور جان مکین د نن (پنجشنبې د زمري په ۱۹مه) د افغانستان د جګړې په اړه خپله تګلاره اعلان کړه.
مکین چې د امریکا د سنا د وسلهوالو خدمتونو ریاست هم په غاړه ي دا ګام یې د دې لپاره پورته کړی چې د ټرمپ ادارې پورته نه کړ.
د مکین تګلاره د ترهګرۍ پر ضد د ډېرو امریکايي سرتېرو استول،په افغانستان کې د طالبانو، حقاني شبکې، القاعدې او داعش د په نښه کولولپاره د امریکايي دفاعي ځواکونو د واک زیاتوالی، له افغان ځواکونو سره مرسته او د امریکا ملي پوځ ته ډېر واک په ځان کې رانغاړي.
د مکین په وینا، د امریکا متحده ایالات باید له واقعیتونو سره مخ شي، هغه واقعیت چې د هغه په باور امریکا په افغانستان کې د جګړې د بایللو په حال کې ده او اوس د دې وخت رارسېدلی ترڅو دا وضعیت بدلون وکړي.