Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر نیویارک او واشنګټن د القاعدې بریدونو ۱۶ کال

نن دوشنبې د سپټمبر ۱۱ مه ده او په امریکا متحده ایالاتونو کې په نیویار او واشنګټن کې د القاعدې د بریدونو ۱۶ کاله تېريږي.

له نن نه پوره ۱۶ کاله وړاندې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د القاعدې شبکې ۱۹ تنه غړو، څلور، تجارتي او مسافر وړونکي الوتکې په خپله ولکې واخیستې او پر ودانیو یې وجنګولې.

بریدګرو، دوې الوتکې په نیویارک ښار کې پر یوه سوداګریز ودانۍ ولګولې.

برجونو سره د دې دوو الوتکو د لګېدو په پایله کې الوتکو کې سپاره ټول مسافر او هغه کسان چې په ودانیو کې وو ووژل شول.

همداراز دې بریدګرو یوه ودانۍ د امریکا متحده ایالتونو پر دفاع وزارت جنګوله، خو څلورمه یې د دې هېواد په پنسلوانیا ایالت کې نسکوره شوه.

تر دوو ساعتونو وروسته دواړه ودانۍ په پوره توګه ویجاړې شوي او دې ودانیو ته نېږدې نورو ودانیو ته هم ګڼ زیان واوښتو.

هغوی، چې الوتکې یې یرغمل کړې وې، درېیمه الوتکه یې د امریکا دفاع وزارت یعنې پنټاګون سره ولګولې او څلورمه الوتکه به په پنسیلوانیا ایالت کې نسکوره شوه.

په دې بریدونو کې ۲۹۸۳ تنه ووژل شول، په دې شمېر کې د ډېره ملکي کسان او د ۹۰ هېوادونو وګړي وو.

له دې بریدونو وروسته د امریکا د وخت ولسمشر، جورج بوش اعلان وکړ چې پر امریکا برید شوی او ورپسې په نیویارک کې ټول تمځایونه تش شول.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د القاعدې مشر، اسامه بن لادن او مرستیال یې، ایمن الظواهري په افغانسشان کې وه او په ۱۹۹۸ کال کې یې فتوا صادره کړه دا چې په هر ځای کې د هر مسلمان دنده ده چې امریکايي وګړي ووژني.

د سپټمر ۱۱ نیټې بریدونو سیاسي او اقتصادي بدلونونه هم په پایله کې درلودې.

د امریکا ولسمشر، جورج بوش د دې بریدونو په غبرګون کې د القاعدې شبکې د ځپلو او د طالبانو د نظام ګډوډلو په موخه افغانستان کې بریدونه پیل کړی چې لا هم په دې جګړه کې ښکېله ده.

د امریکا د وخت ولسمشر، جورج بوش ویلي وو:«زما په فرمان امریکايي پوځ په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې ځالو له منځه وړو په موخه عملیات پیل کړي دي او افغانستان به نور د ترهګرو مرکز نه وي.»

وروسته له دې افغانستان ته د امریکا پام زیات شو او کله چې بارک اوباما د ولسمشر په  توګه وټاکل شو، نو د د سرتېرو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا هېواد د امریکا ملي امنیت لپاره مهم دی.

اوباما وړاندې ویلي وو:«نړۍ یې ځواب نشي ورکولی که افغانستان کې بیا ګډوډي رامنځته شي او د القاعدې ډلې په پټنځای بدل شي. ما د امریکا ملي امنیت او ګټو په موخه پرېکړه کړې ده چې دېرش زره نور سرتېري دې هېواد ته ولیږو.»

د سپټمر یوولسمې نېټې پېښې په نړۍ او سیمه کې ډېر بدلون رامنځته کړ او افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکورېدل، دې هېواد ته د نړیوالې ټولنې زیاتوالی یې پایلې وې.

په همدې حال کې پاکستان هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له امریکا څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړې، خو کله چې په دې هېواد کې اسامه بن لادن ووژل شو، نو ثابته شوه چې پاکستان په دې برخه کې صادق نه وه.

په افغانستان کې د امریکا جګړې په ترڅ کې ډېر شمېر افغانان ووژل شو او کابو ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري هم ووژل شول.

سره له دې چې امریکا کابو ۱۶ کاله په افغانستان کې پر جګړې بوخته ده، خو دا هېواد لا هم د ترهګرو ډلو له زیانونو اغېزمنونکې ده. له همدې امله د امریکا تازه ګمارل شوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې کړنلاره اعلان کړه او پرېکړه یې وکړه چې لا ډېر سرتېري افغانستان ته راوليږي.

په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د امریکا په نیویارک او واشنګټن کې بریدونه وشول، وروسته له هغې د وخت ولسمشر، بوش د طالبانو رژیم نسکورېدو په موخه جګړه پیل کړه

شریک یي کړئ