د ایران په ګوټ ګوټ کې د رای ورکونې په مرکزونه، د جمعې ورځې (د غوايي په ۲۹ مه) کیهځ ۸ بجې د رای ورکونککو پر مخ پرانیستل شو.
تمه کېږي چې د ایران خلک په دغو ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي.
د ایران پرس ټلوېزیون د رپوټ پر نبسټ، د رای ورکولو د پیل له مهاله وړاندې، خلکو د رای ورکونې په منظور اوږدې لیکې جوړې کړې وې.
په دغو ټاکنو کې، د رای ورکونې ۶۳ زره مرکزونه شتون لري چې ټاکل شوې ده د نن ماښام تر ۶ بجو پرانیستي وي. خو رپوټونه رسوي چې شونې ده چې په ایران کې د تېرو ټاکنو په څېر د خلکو د پراخ ګډون په دلیل د رای ورکونې وخت وغځول شي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله سیدعلي خامنهيي له لومړنیو کسانو څخه وه چې نن یې رایه ورکړه. او همدارنګه د ایران له ټولو خلکو څخه یې وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ایران د رسنیو په حواله، د ایران مذهبي مشر، دغه ټاکنې یې د ډېریو لپاره مهمې بللې دي او ویلي یې دي چې د ایران خلک به په دغو ټاکنو کې د خپل هېواد راتلونکی روښانه کړي.
په دغو ټاکنو کې څه باندې ۵۶ مېلیونه او ۲۱۰ زره نفر د رای ورکولو د شرایطو واجد دي چې د ۱۳۹۲ کال ټاکنو په پرتله د رای ورکولو د واجدینو شمېر زیاتوالی موندلی دی.
د ایران ولسمشریزو ټاکنې، تر کلکو امنتیتي تابیاو لاندې ترسره شوې او په هغه کېد د حسن روحاني،ابراهیم رییسي، سید مصطفي هاشمي او سید مصطفي میرسلیم په ګډون ۴ تنه سره سیالي کوي کهچېرې هېڅ یو نوماند ونه توانېږي پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړي، د ایران ولسمشریزې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي، او دوه ډېرې رایې لرونکي نوماندان به سره سیالي وکړي.
له دې سره په ورته وخت کې، د ښارونو او کلیو شوراګانو او د ایران د مجلس دورهيي ټاکنو پنځم پړاو به هم نن ترسره شي.