د امریکا متحده ایالاتو د کالفورنیا ایالت چارواکي وايي چې په دغه ایالت کې د وروستۍ اور لګېدنې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژلي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې په دغه ایالت کې په سلګونه تنه نور خلک نادرکه دي.
په دغه ایالت کې تر دې دمه په بېلابېله توګه ۲۲ اورلګېدنې شوي چې د هغه سترې برخې یې سوځولي دي.
ویل کېږي چې د دغو اورلګېدونو په پایله کې، څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ کورونه سوځېدلي دي.
څه باندې ۸ زره د اطفایې مامورین په هڅه کې دي چې دغه اورلګېدنه مړه کړي.
دغه اورلګېدنه د امریکا په کالفورنیا کې تر ټولو مرګونې اورلګېدنه شمېرل کېږي.
کهڅه هم د دغې اورلګېدنې اصلي لامل تراوسه روښانه نه دی، خو ویل کېږي چې د وچې اوبو او هوا او د ګرمو بادونو الوتل د دغې پېښې لاملونه دي.
دغه اورلګېدنه د یک شنبې د سیمې پر وخت ګهیځ پیل او تراوسه دوام لري.