Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین:د بیت‎المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه منځنی ختیځ بې ثباته کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې ترکیې ته سفر کړی، وايي چې د ډونلډ ترمپ پرېکړه نه شوي کولای په منځني ختیځ کې د کړکېچ له حل سره مرسته وکړي.

پوتین وايي:«زه غواړم دې ته نغوته وکړم چې روسیه او ترکیه ټینګار کوي چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه او همدارنګه دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لېږد لپاره د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه، په منځني ختیځ کې د سخړو د حل لپاره مرسته نه کوي، بلکې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېږي.»

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسټانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سرمشریزې له جوړېدو خبر ورکوي. ټاکل شوې ده چې د اسلامي هېوادونو په دغې سرمشریزې کې د بیت‎المقدس په اړه خبرې وشي.

هغه زیاته کړه:«د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشر په توګه، موږ د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکوو چې په دغې هیږونکې غونډه کې چې په استانبول کې ترسره کېږي ګډون وکړي او هیله لرو چې په دغې غونډه کې یو پیاوړی پيغام ترلاسه کړو. ما ولیدل چې موږ د بیت‎المقدس په اړه له ښاغلي پوتین سره ورته لیدلوري لرو.»

په داسې حال کې چې په اسلامي هېوادونو کې د امریکې او اسراییلو پر ضد پراخ اعتراضونه دوام لري، خو روښانه نه ده چې دغه ویناوې کولای شي د ټرمپ پر پرېکړې اغېزه وکړي که نه.

له بلخوا، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه، نن چهارشنبې (د لیندۍ په ۲۲ مه) په استانبول کې جوړه شوه.

د اسلامي هېوادونو مشران، به په دغې سرمشریزه کې د بیت‎المقدس په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

په دغې سرمشریزه کې د افغانستان په ګډون ۴۸ اسلامي هېوادونو ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ