
د کیوبا پخواني ولسمشر فیدل کاسترو د سه شنبې په ورځ وویل چې دی به خپل نوی کتاب چې د فولګنسیو د دیکتاتوري په وړاندې د ده د انقلاب په اړه دی د اګسټ په میاشت کې چاپ کړي
فیدل کاسترو یوې کیوبايي انټرنیټ پاڼې ته ویلي دي چې د دې کتاب نوم د« کړنلارې بریالي توب» دی.
فیدل کاسترو چې ۸۳ کلن دی وروسته تر دې چې صحي وضعه یې ناسمه وښودل شوه واګي یې خپل ورور راول کاسترو ته وسپارل او د دې کتاب په لیکلو یې میاشتې تیرې کړي دي.
د «کړنلارې د بریالی توب» کتاب به د ده د ماشومتوب د خاطرو او دا چې څنګه په یو انقلابي بدل شو ځانګړې شوي وي.
ښاغلي کاسترو ویلي دي:«ما نه غوښتل چې په د خپل ماشومتوب، ځواني او په دې اړه چې څنګه په یو انقلابي بدل شوم بې شمیه پوښتنو ته انتظار وباسم.»
فیدل کاسترو په ۱۹۵۶ کال کې د بټیسټا په وړاندې د خپل کلیدي کس ارنستو چه ګوارا سره یو ځای په انقلا ب لاس پورې کړ.