د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو كميشنري په پاكستان كې د سيلاو ځپلو كسانو لپاره د ۱۲۰ ميليونه ډالرو غوښتنه وكړه

ملګرو ملتونو خبردارى وركړى دى چې په پاكستان كې د كرنيزو حاصلاتو له منځه تګ د دې لامل شوى دى چې د خوراكي توكو بيي لوړې شي.
ويل كيږي چې په پاكستان كې اته اونۍ وړاندې سيلاونو اته ميليونه كسان وځپل چې اوس عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

په پاكستان كې وروستيو سيلاونو ۱۶ ميليونه جريبه ځمه تخريب كړې چې د پاكستان ۱۴ په سلو كې د ټولې ځمكې برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور سره سم په سند كې د دې سيمې د اوبو د جګيدا له امله ۱۶۰۰ كسان وژل شوي دي او شپږ ميليونه نور بې كوره شوي دي.

نيژدې ۱۷ ميليونه كسان په دې سيلاونو كې اغيزمن شوي دي.


په يو بل خبر كې راغلي دي چې د كوهاټ په سيمه كې د پوليسو د يو استوګنځاى سره د چاودنې په ترڅ كې ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

پاكستاني امنيتي ځواكونو سيمه كلابنده كړې. پاكستاني وسله والو د روژې په څو تيرو مياشتو كې هم څو ځله بريدونه كړي دي.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?