Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاس‎وېګاس وژل شویو کسانو شمېر۵۹ تنو ته ورسید

د امریکا متحده ایالاتونو په لاس ویګاس ایالت کې د یوه کنسرټ پرمهال پر خلکو د برید وژل شویو شمېر۵۹ کسانو ته ورسید.

تېره ورځ دوشنبې( د تلې۱۰مه) د استیون پداک په نامه یوه کس پر خلکو ډزې وکړې چې ۵۰۰ تنه په کې ټپیان هم شول.

پولیس وايي چې نوموړي کس د مانډالای هوټل له ۳۲ پوړ څخه پر یوه کنسرټ چې ۲۲ زره کسانو په کې ګډون کړی وه، ډزې وکړې.

پولیس زیاتوي چې دا کس یوازې وه، او د دې کار لامل یې تر اوسه نه دی څرګند.

که څه هم د برید مسوؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې بریدګرو څو میاشتې مخکې اسلام منلی وه، خو امریکايي چارواکي وايي چې د دې ادعا لپاره یې هېڅ شواهد نه دي موندلي.

د رویټرز خبر له مخې لا هم لسګونه کسان د لاس وګاس په روغتون کې په بد حال کې دي.

تېر کال هم په فلوریډا ایالت کې یوه کس پر شپني کلب برید وکړ او ۴۹تنه یې ووژل، د دې برید مسوؤلیت هم داعش ډلې منلی وه.
 
داسې ښکاري چې ۶۴کلن میلیونر د څو میله وسلو څخه په ګټې اخیستنې د دوشنبې پر ورځ ۵۹ تنه ووژل، په دې پېښه ۵۰۰ تنه نور ټپیان شول

شریک یي کړئ