Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان جګړه کې نیول شوي کس ته د ۱۰میلیونو ډالرو ورکړه

د کاناډا حکومت هغه کس ته لس میلیونه ډالره غرامت ورکوی چې د افغانستان په جګړه کې نیول شوی دی او د دې هېواد چارواکي وايي چې د نومړي کس بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

عمرخدر هغه کس دی چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې کله چې ۱۵ کلن وه، نیول شوی او ګونتانامو ته لېږدول شوی دی.

له نوموړي چې بند کې یې کابو۱۳ کاله تېر کړي، د کاناډا حکومت رسمي بخښنه غوښتې ده او کابو لس میلیونه ډالره ورکوي.

د کاناډا لومړي وزیر، جاسټن ټروډو له عمر خدر څخه بخښنه غوښتې ده او نومړي ته یې د ۱۰،۵ میلیونو ډالرو غرامت ورکړې ژمنه کړې ده.

د کاناډا سترې محکمې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د امریکا متحده ایالاتونو څارګرې ادارې څېړنې د یوه ځوان د حقونو نقض کول بللي وه.

عمر خدر وايي:"اوس ماته د لمانځنې وخت نه دی رارسېدلی. دا د آرامۍ او پخلاینې وخت دی. زه هیله لرم چې بخښنې خبرې اترې د خلکو د خوابدۍ لامل نشي او زه له دې څخه بخښنه غواړم."

نوموړي افغانستان کې د لاسي بم په اچولو سره یو امریکايي سرتېری وژلی وه.

عمر په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د خپل وکیل په سرپرستۍ خوشې شو.

عمر خدري کاناډايي تابعیت لري چې پلار یې مصری او مور یې د سعودي عربستان ده.
 
عمر خدر ۲۰۰۲زیږدیز کال کې کله چې ۱۵ کلن وه افغانستان کې نیول شوی او ۱۳ کاله یې بند کې تېر کړي دي، او په ۲۰۱۵ زیږدیز کال د خپل وکیل په سرپرستۍ خوشې شو

شریک یي کړئ