د عراق لومړی وزیز حیدر العبادي وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ،د بارک اوباما په پرتله د ترهګرۍ په وړاندې یرغلي کړنه لري.
العبادي زیاتوي چې له بغداد سره د واشنګټن مرستې به زیاتوالی پیدا کړي.
هغه زیاته کړه:«فکر کوم چې د ټرمپ اداره غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې ډېر وجنګېږي؛کولای شم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېر بدلون ووینم.خو باید متوجه واوسو چې د مخامخ جګړې په اړه خبرې نه کوو؛د سرتېرو استول یو څه دي او له ترهګرۍ سره مبارزه بل څه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې څخه د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات دوام لري.
په همدې حال کې ټرمپ د داعش پر ضد پر مبارزې او د هغوی پر ماتې ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه:«زموږ ډېره هڅه دا ده چې داعش له منځه یوسو.موږ داعش ته ماتې ورکړې؛ د دغې ډلې ماته دمګړۍ روانه ده.»
له بلخوا په دغې لیدنه کې ټرمپ له ایران سره د لوېدیځ د اټومي هوکړې څخه نیوکه وکړه.
ټرمپ زیاته کړه:«یو له هغو پوښتنو خه چې د عراق لومړي وزیر له ما څخه وکړه چې ولسمشر اوباما ولې له ایران سره اټومي هوکړه لیک لاسلیک کړ.هېڅوک نه شي کولای دغه موضوع حل کړي؛خو ښايي یوه ورځ موږ وتوانېږو هغه حل کړو.»
امریکايي چارواکو د عراق له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په عراق کې د ترهګرۍ د ولو د وچولو لپاره جدي اراده لري.
په عراق کې امریکايي پوځيانو د دغه هېواد ځواکونو ته چې د داعش ډلې په وړاندې جنګېږي مشوره ورکوي او له هغوی څخه لوجیستکي ملاتړ کوي.