Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د حمزه بن لادن نوم په تور نوملړ کې ولیکه

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ(د مرغومې په ۱۶ مه)د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن پر زوی یې بندیزونه وضع کړل او د هغه نوم یې په تور نوملړ کې ولیکه.

حمزه بن لادن چې اوس ۲۷ کلن دی،په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د القاعدې د یوه غړي په توګه وپېژندل شو او په احتمالي توګه د پلار یو له ځای ناستو څخه شمېرل کېږي.

د دغو بندیزونو پر بنسټ حمزه بن لادن نه شي کولای د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ شي؛نه‎شي کولای په دغه هېواد کې ملیکت ولري او یا هم له امریکايي شرکتونو سره راکړه وکړه وکړي.

هغه له دې وروسته کله چې پلار یې په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو،په څو غږیزو پیغامونو کې يې د القاعدې له ډلې څخه وغوښتل چې د لوېدیځیان پر موخو بریدونه وکړي.

د اسامه بن لادن له وژل کېدو څخه وروسته،د هغه مرستیال ایمن الظواهري،چې په مصر کې ژوند کوي،د القاعدې مشرۍ په غاړه واخیسته،خو حمزه اسامه هم په غږیزو پیغامونو کې د القاعدې له پلویانو څخه غوښتي چې د پلار لارې ته یې دوام ورکړي.

هغه څو موده وړاندې له هغو مسلمانانو څخه چې په لوېدیځ کې ژوند کوي غوښتي وو  چې په اروپا کې د وروستیو بریدونو څخه درس واخلي او ورته بریدونه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې حمزه بن لادن د دغې ډلې له پلویانو څخه غوښتي وو چې په واشنګټن،پاریس او تل اویو کې د امریکا،فرانسې او اسرایلو پر ګټو بریدونه وکړي.

د امریکا د اقتصادي بندیزونو د نوملړ په نظر سره،حمزه په ۱۹۸۹ کې د سعودي په جده کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د بن لادن د څلور مېرمنو له ډلې څخه خیریه صبار د هغه مور ده.

د امریکا وګړي او سوداګریز شرکتونه له هغو کسانو سره چې د ترهګر په توګه پېژندل شوي،له هر ډول راکړې او ورکړې څخه ډډه کوي.  

شریک یي کړئ