د امریکا متحده ایالاتو پوځ د شنبې پر ورځ( د غوايي۲مه) وویل چې د داعش ډلې د مشر، ابوبکر البغدادي مرستیال سوریه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیات کې وژل شوی دی.
د امریکا د پوځ چارواکي وایي چې"عبدالرحمان ازبکي" د سوریې په ختیځ کې"میادین" ښار ته نېږدې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیات کې وژل شوی دی.
د رپوټونو له مخې نوموړی د روان زیږدیز کال جنوري په لومړۍ شپه استانبول کې د شپې له خوا د نڅا ځای په برید کې لاس درلود.
د استانبول په برید کې کابو ۳۹ تنه ووژل شول.
د ترکیې پولیسو د دې برید اصلي تورن، عبدالقدیر ماشارییف وروسته له ډېرو پلټنو ونیوه.
ده زیاته کړه:"ځمکني عملیات ترسره شول. دا هغه څه دي چې ویلی شم، کابو ۵۰۰ امریکايي ځانګړي پوځيان په سوریه کې شته چې عرب او کردي پوځيانو ته چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي مشورې ورکوي."