Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا سوریې د ایران بې‎پيلوټه الوتکه نسکوره کړې

د امریکا متحده ایالاتونو ځواکونو د سوریې په هوايي حریم کې د ایران کوچنۍ بې‎پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت نن چهارشنبې( د غبرګولي۳۱مه) وايي چې یادې الوتکې د سوریې په خاوره کې د دوی ځواکونو پر وړاندې کرغېړنه موخ درلوده.

دوی زیاتوي چې یاده الوتکه د امریکا اف۱۵ ډوله الوتکې لخوا په نښه شوې ده.

دا څووم ځل دی چې د دې هېواد ولسمشر، بشارالاسد او د امریکا په ملاتړ ځواکونو ترمنځ په سوریه کې نښتې کېږي.

مخکې له دې امریکا د سوریې حکومت یوه الوتکه نسکوره کړه چې د دې هېواد او روسیې غصه یې راپارولې وه.

که څه هم ایران د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې یې ده چې په سوریه کې یې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړې دي.

امریکا متحده ایالاتونو د سوریې په خاوره کې د ایران یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده، ایران تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی

شریک یي کړئ