Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا سویلي کوریا ته د توغندي ضد شبکې سپرلو لړۍ پیل کړه

د امریکا متحده ایالاتونو د لومړي ځل لپاره سویلي کوریا ته د تاد په نامه د توغندي ضد جال یوې برخې سپارلو لړ‎ۍ پيل کړه.

دا ګام وروسته له هغې پورته شو چې په دې وروستیو کې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ لفظي او تبلیغاتي کړکېچونه راپورته شول.

یوه ورځ مخکې له دې شمالي کوریا خپل پراخ پوځي تمرینات وکړل. سویلي ویلي وو چې د امریکا دفاعي ډال یوه برخه په دې هېواد کې لګول شوې ده.

له بلې خوا د سویلي کوریا ځینو اوسیدونو په دغه هېواد کې د امریکا د دفاعي ډال د ځای پر ځای کېدو سره په مخالفت کې لاریون وکړ. 

د دغه دفاعي سیستم ځای پر ځای کېدل د شمالي کوریا، روسیې او چین له مخالفت سره مخامخ شوی دی. 

د توغندي ضد شبکې ځای پر ځای کولو باندې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشوه او موخه د شمالي کوریا پر وړاندې د بریدونو مخنیوی ښودل شوی دی.

د سویلي کوریا دفاع وزارت ویلي دي چې د شبکې چارې به ډېر ژر پلې شي.

دا شبکه د بالستیک لیری او منځني واټن ویشتونکي توغندیو څار په موخه جوړ شوي دي، او سویلي کوریا یې له امریکا سره د پ‎ېر له اړه هوکړه کړې، او په هېواد کې د ننه یې له تولید څخه ډډه کړې ده.
 
دا ګام وروسته له هغې پورته شو چې په دې وروستیو کې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ لفظي او تبلیغاتي کړکېچونه راپورته شول

شریک یي کړئ