Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د رایولومړنۍ پایلې د روحاني په ګټه اعلان شوې

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې ښې چې د دې هېواد ولسمشر، حسن روحاني د ۱۴ میلیونو رایو په ترلاسه کولو له خپل سیال، ابراهیم رئیسي څخه مخکې دی او ښاغلی رئیسي د ۱۰ میلیونو رایو په ترلاسه کولو دوهم ځای لري.

دوه نور نومندان مصطفی میرسلیم او مصطفی هاشمي طبا دواړو له یو میلیونو لږې رایې خپلې کړې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دا د کابو ۲۵ میلیونو رایو د شمېرلو پایله ده چې کابو ۴ میلیونه به راتلونکې ساعتونو کې وشمېرل شي.

د ایران ټاکنیز بنست ویلي دي چې کابو ۴۰ میلیونو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورونیو چارو وزارت مخکې له دې اعلان کړی وه، دا چې په ټاکنو کې د ګډون‎کوونکو شرایط درلودونکو کسانو شمېر ۵۶ میلیونه دی او د ټاکنو لپاره یې نوم‎لیکنه کړې ده.

د ا یران ولسمشریزو دولسم دور او د ښارونو او کلیو شوراګانو پنځم دور ټاکنې د جمعې پر ورځ پیل شوې.

ایران کې د ټاکنو رایو شمېرنې لومړنۍ پایلې له روحاني له خپل سیال رئیسي مخکې ښکاره کوي او ښیې چې روحاني ۴ میلیونه، ۴۹۳ زره او ۹۹۳ رایې له خپل سیال څخه مخکې دی

شریک یي کړئ