د محافظه کار ګوند نوماند، مصطفی میرسلیم د ایران هستوي هوکړې پر نه عملي کېدو سختې نیوکې لري.
نوموړي ویلي دي چې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو سره د ایران هستوي هوکړې د دې هېواد پر اقتصاد اغېزه نه ده کړې، ځکه چې لویدیځ هېوادونه دې هوکړې ته ژمن نه وو.
د ایران هستوي هوکړه چې د لویدیځو او اروپايي هېوادونو سره د دې هېواد لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، خو اوس د نوماندانو کلکې نیوکې سره مخامخ ده.
میرسلیم ګواښ کړی دی چې که بریا ته ورسید نو د واشنګټن تیري کوونکي سیاست ته به ځواب اوايي.
له بلې خوا د ایران پخواني ولسمشر، احمدي نژاد چې ځان د ټاکنو لپاره نوماند کړی وه او د ساتونکې شورا له خوا رد شو، وايي چې په ټاکنو کې به له کوم نوماند څخه ملاتړ ونه کړي.