د برېټانیا د پولیسو چارواکي وايي چې د منچسټر په ښار کې د یوه کنسرټ په ترڅ کې د چاودنې له امله ۱۹تنه وژل شوي او ۵۹ تنه نور ټپیان دي.
دا چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره شپه(د غبرګولي لومړۍ) د امریکايي پاپ موسیقۍ ستورې "اریانا ګراندي" کنسرټ په پای کې شوې ده.
د برېټانیا لومړي وزیر، تریسامي د قربانیانو او ټپیانو کورنیو سره خپله خواخوږي په ډاګه کړې ده او دا برید یې ترهګریز بللی دی.
د دې کنسرټ ګډونکوونکو شمېر کابو ۲۱ زرو تنو ته رسیده چې ډېر شمېر یې ځوانې نجونې وې.
د آریانا ګرانډي د موسیقۍ ډلې مسولانو ویلي دي چې مېرمن ګرانډي ښه ده.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوؤلیت نه دی منلی.