Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال اچ آرمک د امریکا ملي امنیت سلاکارۍ نوماند دی

امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په توګه جنرال اچ آرمک ماسټر ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی دی، ده د پخواني سلاکار "مایکل فلین" پر څای پر دې دندې ګمارل شوی.

مک ماسټر په عراق جګړه کې دنده ترسره کړې ده.

د امریکا ولسمشر، ټرمپ د جنرال مک په اړه ویلي:"اچ آر مک ماسټر دا مریکا ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکل کېږي. هغه لوی سړی دی چې ډېرې تجربې لري. په دوو ورځو کې مې ډېره څېړنه وکړه، په پوځ کې ورته ډېر درناوی لري."

د امریکا ملي امنیت سلاکارۍ ته نوماند، مک څرګنده کړې ده:"د امریکا خلکو لپاره خدمت یو امتیاز دی او زه یې د قبلولو لپاره خوشاله یم. زه چمتو یم چې د امریکا ملي امنیت ډلې سره یوځای او د امریکا ګټو ساتنه کې دنده ترسره کړم."

په همدې حال کې، جنرال کېټ کلاګ چې د ملي امنیت سلاکار په توګه یې په مو‎‎قت ډول دنده ترسه کړه، د ملي امنیت د دفتر رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

دی وايي:"دا چې ولسمشر ماته د خدمت د دوام موکه راکړه مننه کوم، همداراز خوشاله یم چې د ښاغلي اچ آر مک ماسټر ترڅنګ چې کلونه کېږي پېژنم یې کار کوم. هغه لوی سیاستوال او سرتېری دی."

مایکل فلین څلور ویشت ورځې مخکې خپله دنده هغه‎مهال پرېښوده چې د روسیې په سفیر سره یې د خپلو خبرو اترو غلط مالومات واشنګټن ته ورکړي وو.
 
مایکل فلین څلور ویشت ورځې مخکې خپله دنده هغه‎مهال پرېښوده چې د روسیې په سفیر سره یې د خپلو خبرو اترو غلط مالومات واشنګټن ته ورکړي وو

شریک یي کړئ