په اروپا کې د ناټو غړي قومندان د پنجشنبې په ورځ د امریکا په مشرانو جرګه کې وویل هغه اورېدلي چې په افغان طالبانو د روسیې نفوذ د ودې په حال کې دی.
جنرال کورټيس سکپروټي ټينګار کړی چې پر طالبانو د روسیې نفوذ یې د نېږدوالي له لارې لیدلی او شونې ده چې روسیه له دغې ډلې سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په څرګنده ویلي چې له طالبانو سره یې اړیکه نیولې او له هغې څخه موخه د سولې مېز ته د هغوی راکاږل دي.
ټاکل شوې ته چې روسیه د افغانستان د سولې په اړه په راتلونکې میاشت کې د ۱۲ هېوادونو کوربه هم وي.
همدارنګه دغه ویناوې په داسې حال کې څرګندېږي چې د رپوټونو پر بنسټ،دولتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د سنګین ولسوالۍ ودانۍ او بازار طالبانو ته پرېښی دی.
یو معتبره دولتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دولتي ځواکونه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ له ودانۍ ،د ملي پوځ له مرکز او امنیه قومندانۍ څخه بهر شوي او دمګړۍ طالبان دغو سیمو ته راستانه شوي دي.
تېر کال د هلمند ولایت ډېری سیمې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهدې وې.