ترکي رسنیو د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې د نوي کال پر شپه پر کلب نیول شوی شکمن بریدګر عبدالقادر مشاریپف په افغانستان کې روزل شوی و او په برید کې یې خپل لاس لرل منلي دي.
د ترکیې استانبول والي وايي چې بریدګر د ازبکستان اصلي اوسېدونکی دی او په افغانستان کې یې روزنه لیدلې ده.
په دې برید کې ۳۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د برید پړه داعش ډلې منلې ده.
پولیسو وروسته له ۱۷ ورځو د رینا د کلب شکمن بریدګر په استانبول کې د یوه قرغیزستاني ملګري په کور کې ونیوه او د ملګري په ګډون یې درې ښځې هم نیول شوي دي.
په دې عملیاتو کې کابو دوه زرو پولیسو ګډون درلود.
پولیسو کابو اوه زره ساعته ثبت شوي د امنیتي کامرو فلمونو تر څېړنې وروسته یاد کس پیدا کړ.
د استانبول والي، واسیپ شاهین وايي چې شکمن کس په افغانستان کې روزنه لیدلې ده.
ښاغلي شاهین رسنیو ته وویل:«د دې سړي نوم عبدالقادر ماشاریپف دی او خپل نوم یې پر ابو محمد خراساني اړولی او په ۱۹۸۳ کال کې زیږیدلی دی او روزنه یې په افغانستان کې لیدلې ده. دا ترهګر زدهکړې لري او په څلورو ژبو خبرې کولی شي.»
په همدې حال کې د ترکیې لومړي وزیر د یاد کس نیول لویه لاسته راوړنه بولي.
بنعلي یلدرم زیاته کړه:«د هغه کس نیونه چې دا ویرهاچوونکی برید یې ترسره کړل دی، لویه لاسته راوړنه ده. د ده نیولو سره به د پردې ترشا کسان هم وپېژندل شي.»
په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې پر ترکیې څو مرګوني بریدونه وشول چې داعش او کردي وسلهوالو یې مسوؤلیت ومانه.