Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ائتلاف موصل کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله څېړي

ملګرو ملتونو د عراق په موصل ښار کې د کابو دوه سوه ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه د خپرو شویو راپورونو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د امریکا متحده ایالاتونو هوايي بریدونو په پایله کې د کابو ۲۰۰ کسانو مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د امریکا پوځ وايي چې د شویو ادعاو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې له موصل ښار څخه ملکي کسان د تېښتې په حال کې دي او وايي چې د داعش ډلې لخوا یې نښه‎ویشتونکي هم ګواښوي.

د قربانیانو کورنۍ او مرسته‎کوونکي هڅه کوي چې د بمباریو له امله تر امبار لاندې جسدونه راوباسي.

دا بریدونه د موصل ښار په لویدیځ تر ټولو جګړه‎ييزه سیمه "الجدیده" کې شوي دي.

د سیمې اوسېدونکی، محمدالهندک څرګندوي:«زما د کورنۍ ۱۹ تنه وژل شوي او اوس تر امبارو لاندې دي.»

مرسته‎کوونکی، محمدشعبان زیاتوي:«په دې کور کې مو ۱۵۰ مړي وموندل. د ښځو، ماشومان، بوډاګانو او اومیندوارو ښځو مړي مو وموندل.»

مخکې له دې مرسته‎کوونکو بنسټونو خبرداری ورکړی وه چې هوايي بریدونه به د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله زیاته کړي.

د یوې کورنۍ غړی چې ۷۰ کلن پلار یې د داعش نښه‎ویشتونکو لخوا وژل شوی وايي:«د داعش ډلې له کوره ویستو، موږ غوښتل چې د پوځ تر ولکې لاندې سیمې ته ولاړ شو چې پلار مې ووژل شو.»

دموصل له لویدیځ کې خلک وايي چې هرې کورنۍ خپل غړي له لاسه ورکړي دي او په دې وروستیو کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله زیاته شوې ده.

د سیمې یو تن اوسېدونکی، خالدابو محمد وايي:«مخکې له دې په عراق کې داسې څه نه وو شوي. شاید دا په نړۍ کې لومړی ځل وي چې موږ هره ورځ مړي خښوو. تېره ورځ مو شپږ کسان خښ کړل او نن مو دوه کسان.»

لا هم د موصل په لویدیځ کې د داعش پر وړاندې د عراقي  ځواکونو بریدونه روان دي.

انګېرل کېږي چې لا هم په موصل کې ۵۰۰ ملکي کسان پاتې دي او ملګري ملتونه وايي چې هره ورځ کابو ۸ تر ۱۲ زره کسان له دې ښاره وځي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د امریکا متحده ایالاتونو هوايي بریدونو په پایله کې د کابو ۲۰۰ کسانو مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي

شریک یي کړئ