د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دغه هېواد د امریکا د متحده ایالاتو له سیاستونو څخه خواشینۍ شوی دی.
دغه مکسیکويي چارواکي له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې، د کډوالۍ پر ضد د ډونالډ ټرمپ ادارې پر سیاستونو نیوکه کوي او هغه ځورونکي بولي.
په همدې حال کې امریکايي چارواکي د امریکا د کډوالۍ پر ضد سیاستونو له ټینګار سره وايي چې کډوال به له امریکا په ډلهییزه توګه څخه بهر نه کړل شي.
د کډوالۍ موضوع، په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او مکسیکو اړیکې بد ترینه حالت ته رسولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو،مکسیکو ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د کډوالۍ او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.
خو داسې برېښي چې د دواړو هېوادونو لیرې لید روښانه نه دی.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر لوئیس ویډیګاراي په دې اړه وویل:«دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او مکسیکو اړیکې ډېرې پېچېلې شوې دي.روښانه ده چې د مکسیکو اوسېدونکی له هغو سیاستونو څخه چې د مکسیکو او له مکسیکو څخه بهر د دغه هېواد اوسېدونکو ته زیان رسوونکي وي اندېښمن دي او ځورونکي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن څرګنده کړه:«موږ د ناقانونه کډوالۍ او له مکسیکو سره زموږ د سوېلي پولو د امن کولو لپاره د امریکا او مکسیکو او همدارنګه د ګواتیمالا،انډوراس او السلواډور همکارۍ مهمې دي. »
کهڅه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له دغه هېواد څخه د ناقانونه کډوالو ایستل یو پوځي عملیات دی؛خو نورو امریکايي چارواکو دغه خبرې رد کړې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي هم په دې اړه وویل:«تکرارم چې هېڅ ډلهییزه یستنه به نه وي.د کورني امنیت وزارت ټول کارونه،قانوني او د بشري حقونو پر بنسټ د متحده ایالاتو په عدلي نظام کې به وي.»
د مکسیکو د کورنيو چارو وزیر اوسوریو چونګ په دې اړه زیاته کړه:«موږ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نویو سیاستونو څخه چې زموږ پر هېواد او هېوادوالو په نېغه توګه اغېزه لري خپل مخالفت څرګند کړی دی.موږ د کډوالو د ایستلو له زیاتوالي او مکسیکو ته د نورو کډوالو له ایستو اندېښمن یوو.»
په دغې غونډه کې امریکايي او مکسیکويي چارواکو،د هغه دېوال په اړه چې ډونالډ ټرمپ یې له مکسیکو سره په پوله یې د جوړولو هوډ لري خبرې ونه کړې.