Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا پر دولتي ویب‎پاڼو د داعش پلویانو سایبري بریدونه

د امریکا متحده ایالاتونو په اوهایو ایالت کط څو دولتي ویب‎پاڼو باندې د داعش ډلې پلویانو سایبري بریدونه کړي دي.

سایبري برید‎کوونکي یا هکران ځانونه د داعش ډلې پلویان بولي او په ویب‎پاڼو کې یې د داعش ډلې د بیرغ انځورونه خپاره کړي دي.

په دې برید کې د اوهایو قوماندان، جان کیسیک، په ویب‎پانه کې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ ته ګواش شوی دی چې په اسلامي هېوادونو کې د وژل شویو کسانو د وینو تویولو بیه به ورکړي.

دا برید‎کوونکي ځانونه د "ډي‎ زي سیستم" ډله بولي او په خپل پیغام کې یې لیکلي دي:"ته ټرامپ به ځواب ورکړي، ته او ستا ټول خلک د هرې هغې وینو څاڅکي لپاره چې په اسلامي هېوادونو کې تویږي."

په دې پیغام کې زیاته شوې ده:"زه د داعش ډلې میین یم."

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د دې برید دفع کولو لپاره جدي تابیاوې نیول شوې دي.

د امریکا په اوهایو ایالت کې یوه ډله چې ځان د داعش پلویان بولي څو دولتي ویب‎پاڼې هک کړې دي او د امریکا ولسمشر ته یې هم ګوښون کړي دي

شریک یي کړئ