Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برلین له بریده وروسته المان د امنیت د پیاوړتیا په لټه کې دی

د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وايي چې د المان مرکزي المان باید اجازه ولري ترڅو هغه کسان چې امنیتي ګواښونه رامنځته کوي،باید بهر کړي.

ویل کېږي چې د کډوالو د بهر کولو د مرکزونو جوړول د برلین د امنیت د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد له طرحو څخه دي.

ښاغلی دیمیزیر غواړي چې د دغه هېواد فډرال پولیس دغه هېواد پر ۱۶ ایالاتونو څارنه ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په برلین کې د کریسمس په بازار کې د لارۍ ډوله موټر په واسطه له ترهګریز برید څخه وروسته د المان د کورنیو چارو وزیر د پناه‎غوښتونکو او امنیتي دستګاه د منظمولو لپاره لومړني پروګرامونه مطرحه کړل.

دیمیزیر وویل:«زه وړاندیز کوم چې فډرال حکومت باید د (خطرناکو کډوالو)د اقامې د جواز د لغوې لپاره ډېر ځواک ولري.که‎چېرې داسې وشي،بهر کېدل به د فډرال حکومت له خوا په نېغه توګه ترسره شي.»

هغه زیاته کړه چې هغه هوډ لري چې د فډرال حکومت تر څار لاندې د بهر کېدو مرکزونه جوړ کړي.

په دې ترتیب سره رد شوي پناه‎غوښتونکي،د ایالتونو تر مدیریت لاندې مرکزونو څخه به د فډرالي حکومت د ساتنې مرکزونو ته ولېږدول شي.

شریک یي کړئ