Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلجیم پولیسو شکمن ځانمرګی بریدګری وژلی دی

د بلجیم امنیتي ځواکونو چهارشنبې(د غبرګولي۳۱مه)هغه کس چې ګومان کیده ځانمرګی بریدګر وي، په ډزو وژلی دی.

یاد کس هغه مهال د پولیسو لخوا وپېژندل شو چې یوه وړوکي بم ته چاودنه ورکړې وه، په دې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

پولیسو ویلي دي چې وژل شوي کس په بروکسل کې پر اورګاډي د برید موخه درلوده.

وروسته له دې پېښې پولیسو د اورګاډي تمځای تش کړی دی.

د بروکسل ښار د پولیسو ویاند وویل:"د ښار په مرکزي تم‎ځای کې یوه پېښه شوې ده او چاودنه شوې ده، خو پولیس توانېدلي هغه کس چې ورسره چاودېدونکي توکي وو، بې‎وسلې کړي."

د بورکسل اورګاډي پټلۍ تمځای تر ټولو د ګڼې ګوڼې ځای دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال  په وري میاشت کې د بروکسل ښار په هوایي دګر او میترو کې د داعش لخوا شوي بریدونو کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۳۰۰ نور ټپيان شوي وه.

د بلجیم پولیسو ویلي دي چې یو شکمن کس یې چې ښايي د بروکسل ښار په اورګاډي تمځای کې یې ځان ته چاودنه ورکوله، وژلی دی

شریک یي کړئ