د نړۍ کاتولیکو مسیحانو مشر، پاپ فرانسېس د امریکا متحده ایالاتونو لخوا پر غیر هستوي بم د "بمونو مور" نوم اېښودنې باندې نیوکه کړې ده.
فرانسېس واتیکا کې زدهکوونکو ته د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د یوې وژونکې وسلې نوم باید مور نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا کابو یوه میاشت مخکې یاد بم د افغانستان ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وکاراوه.
دی وايي چې د دې نوم له اورېدو شرمېږي.
فرانسېس وړاندې ویلي:«نړۍ په جګړه کې ده، یو پر روغتون برید کوي او بل د ماشومانو پر ښوونځي. خو زه هغه وخت وشرمېدم چې د مور په نامه مې د یوه بم نوم واورید، مور ژوند کوي او بم مړینه راوړي. ولې د دې بم نوم مور کېږدو؟»
د مواب (جيبييوـ ۴۳/بي) بم د ورانوَنې خاصیت له امله د امریکا متحده ایالاتونو تر ټولو غیرهستوي لوی بم دی چې د بمونو مور په نامه یادیږي.
دا بم په اچین کې د داعش وسلهوالو په نښه کولو په موخه وکارول شو او په ترڅ کې یې د یادې ډلې ډېرو غړو مرګ ژوبلې خبر هم ورکړل شو.
د نړۍ د کاتولیکو مشر په داسې حال کې د دې بم پر نوم نیوکه کوي ټاکل شوې ده ډېر ژر د امریکا ولسمشر ډونالنډ ټرمپ سره وګوري.
دواړه لوري به پر بېلابيلو موضوعاتو له ډلې یې پر کډوالۍ او اقلیمي بدلون باندې خبرې وکړې.