د فسبوک ټولنیز جال چارواکو پتیلې ده چې تر دې وروسته به فسبوک د مصنوعي هوش په مرسته د ترهګرو ډلو د تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د دې جال چارواکو ویلي دی، هڅه کېږي هغه مطالب چې ترهګریز منځپانګه لري مخکې له دې چې د فسبوک کارونکي یې وګوري پیدا او له منځه یوسي.
د فیسبوک لخوا خپره شوې خبرتیا کې راغلي، د ترهګرو ډلو زیات شمېر اکونټونه یې بند کړي دي.
خبرپاڼې ټینګار کړی چې له یوې داسې ټکنالوژي کار اخلې ترڅو ټول هغه مطالب چې د ترهګرو ډلو لخوا خپرېږي او یا د هغوی په ګټه وي، مخکې له لیدو او خپرېدو له منځه یوسي.
دې شرکت ویلي یو له هغو کارونو چې مصنوعي هوش یې کوي هغه د نویو انځورونو اڼدول کول له پخوانیو لیري شویو انځورونو سره دی، چې د منځپانګې له امله لیري شوي وي.