له حلب ښار څخه د حکومت د مخالفو جنګیالیو د وروستۍ ډلې له بهر کېدو سره،دغه ښار په بشپړه توګه د دغه هېواد د دولتي ځواکونو لاسته ولوېد.
له حلب ښار څخه د ولسي وګړو او د حکومت د مخالفو جنګیاليو بهر کېدو، په سوریه کې له پنځو کلونو څخه وروسته د خونړۍ جګړې یوه دوره پای ته ورسوله.
د اسد حکومت د روسیې،د ایران سپاه پاسداران او نورو جنګیالو په مرسته،دغه ښار یې تر خپل برید لاندې نیولی وه،اوس د اسد حکومت د سوریې د دویم ستر ښار اداره ترلاسه کړه.
د حلب په لوېدیځ کې،چې خلک د حکومت پلویان دي،خوښي څرګندوي.
د حلب ښار یوه اوسېدونکي وویل:«موږ باید ولمانځو.په حلب کې بریا ډېره ستره بریا ده او په ټولو برخو کې به همداشان وشي.هیله لرو چې د حلب ازادي په ټولو ښارونو کې د جګړې د پای پیل وي.»
د حلب ښار یو بل اوسېدونکي څرګنده کړه:«حلب به د تېر په څېر نهوي.موږ پنځه وروستي کلونه د خپل ژوند برخه نه ده شمېرلې.ځکه چې د بشارالاسد ادارې ویلي چې ټولې سيمې ازاده وي او بیارغوي.»
له دې سره،له حلب څخه د بهر کېدل،د سوریې د حکومت د مخالفو جنګیالیو لپاره ستره ماته ګڼل کېږي.
دغو جنګیالیو ویلي چې د حلب له پرېښودو سره به د سوریې د حکومت په وړاندې به جګړې ته پای ورنه کړي.
د رپوټونو پر بنسټ،په حلب ښارکې د پنځو کلونو جګړې په لړ کې،په سلګونه زره تنه مړه او ټپیان شوي دي.