Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش پر وړاندې د سوري جنګیالیو پرمختګ

سوریې کې کردي جنګیالي چې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا یې ملاتړ کېږي له داعش ډلې یې د کرامه ښار نیولی دی او په رقې ښار کې د یادې ډلې پر مرکز د برید چمتووالی نیسي.

روېټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې سوري ډموکراټیکو ځواکونو د فرات سیند شمال لخوا د رقې ښار په ولکه کې کوي او د څو خواو یې بریدونه پیل کړي دي.

د سوري ډموکراټو ځواکونو یوه قومندان، دیجور خبات هیله څرګنده کړې ده چې د اپریل میاشتې په لومړیو کط به پر رقې بریدونه پیل کړي.

خبات په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې د رقې وروستۍ ښار چې په ختیڅ کې پر فرات سیند پروت دی، دې ښار ته ډموکراټه ځواکونه له شمال ختیځ لورې ځانونه رسولي دي.

په انګلستان کې مېشت د بشري حقونو څارونکي ویلي دي چې ډموکراټیکو ځواکونو په بشپړه توګه د کرامه ښار نیولی دی، خو دواړو خواو ترمنځ نښتې روانې دي.

خبات زیاته کړې ده چې ډموکراتیکو ځواکونو هوايي ډګر کلابند کړی او څارونکي څو کیلومټره له ډګر څخه لیري دي.

څارونکو ویلي دي چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې داعش ډلې دا ډګر نیولی وه او ۱۶۰ تنه نیول شوي سرتېري یې یې وژلي وو.

د داعش پر وړاندې د سوري جنګیالیو پرمختګ

روېټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې سوري ډموکراټیکو ځواکونو د فرات سیند شمال لخوا د رقې ښار په ولکه کې کوي او د څو خواو یې بریدونه پیل کړي دي

شریک یي کړئ