Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف په رامنځته کېدو ټينګار

د داعش ډلې پر ضد نړیوال ائتلاف، دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني په ګډون د ۶۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو له حضور سره په واشنګټن کې جوړه شوه.

د دغې غونډې یو شمېر برخه‎والو په داعش او په هغې پورې په اړوندو ډلو د فشار په راوړلو ټینګار وکړ.

په دغې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټلېرسن په کابل کې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون مرګوني برید ته په اشاري سره وویل چې د داعش ډلې د ماتې لپاره وروستۍ ګوزار باید د نړیوال ائتلاف له لوري وشي.

هغه زیاته کړه:«دقیقا په همدغې میاشت په لسګونه تنه مړه او ټپیان شول چې د داعش ډلې غړو د ډاکټرانو په څېر خپلو څېرو ته بدلون ورکړی،په کابل کې پر یوه روغتون یې برید وکړ.موږ پوهېږو چې د جګړې په ډګر کې د داعش د ځواک مخه ډب کړو خو دغه ځواک زموږ د ائتلاف ترکیبي ځواک دی چې پر داعش به وروستۍ ګوزار وکړي.»

د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف په غونډه کې په افغانستان کې له داعش سره د جګړې په اړه د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«موږ له داعش سره په جګړه کې د افغانستان د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو او د داعش پر ضد د افغانستان د ملي تګلارې له پلي کېدو څخه هرکلی کوو.که‎څه هم دغو ډلو د افغانستان په څېر هېوادونو کې ګوزارونه خوړلي،خو د وروستۍ ماتې لپاره یې پر دغې ډلې پوځي فشارونو ته اړتیا ده.»

په همدې حال کې د ناټو د عمومي منشي مرستیال روزګوټمولر وویل چې په افغانستان کې خپل مأموریت ته دوام ورکوي.

هغه وویل:«موږ په افغانستان خپل تر ټولو ستر جنګي مأموریت د دې لپاره په لاره اچولی ترڅو ډاډه شو چې دغه هېواد هېڅکله د نړیوالو ترهګرو په کور او غوښتن ځای بدل نه‎شي.»

په همدې حال کې،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې تراوسه په نړۍ کې په ځانګړې توګه په عراق او سوریه د داعش پر اډو څه باندې ۱۹ زره هوايي بریدونه شوي دي چې د هغه په پایله کې د ۱۸۰ مشرانو په ګډون یې په لسګونه زره داعشیان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ