اسرائیلي جنګي الوتکو د هغو جنګي توکي یوه زېرمه چې د ایران له خوا د لبنان حزبالله ته استول شوي وو،بمبارد کړل.دغه بریدونه د «دمشق»هوايي ډګر تهڅېرمه ترسره شوي دي.
اسرائیل له دې وړاندې په سوریه کې هم ځینې موخې په نښه کړې وې.
د لبنان حزبالله ته نېږدې سرچینې وايي چې اسرائيلي جنګي الوتکو،په دغې سیمه کې مهماتو او جنګي توکو یوه زېرمه په نښه کړې ده.؛خو دغه سرچینه وايي چې په دغو بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
له بلخوا داسې رپوټونه شتون لري چې دغه جنګي توکي او مهمات د ایران له خوا د لبنان حزبالله ته استول شوي وو.
په همدې حال کې،د سوریې ځواکونه وايي چې د دولت له مخالفو ډلو سره د جګړې لپاره چمتووالی نیسي،او یو لړ پوځي تمرینات یې پیل کړي دي.
د سوریې د پوځ سرتېري جنید په دې اړه وویل:«هیله لرو چې زموږ ټول ملت د ترهګرو په وړاندې ودرېږي.داعش او مشران یې لکه سعودي عربستان او اسرائيل و به نه توانېږي چې سوریې ته ماته ورکړي.»
په همدې حال کې،د سوریې بشري حقونو فعالانو وايي چې د دغه هېواد د ملي پوځ جنګي الوتکو،د ادلب په ولایت کې د بېځایه شویو یو پنډغالی په نښه کړی دی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.