د عراق حکومت په یوې خبرپاڼې کې اعلان کړې چې د دې هېواد لومړی وزیر، حیدر عبادي موصل ته تللی دی تر څو د عراق پوځ ته د موصل ښار د نیولو د بریا مبارکي ووایي.
داعش ډلې درې کاله مخکې موصل د عراق له پوځ څخه نیولی وه، خو د یکشنبې پر ورځ عراقي پوځ وویل چې داعش ډله په موصل کې ماته شوې ده.
خو د دجلې سیند ته څېرمه یوه کوچنۍ برخه اوس هم د داعش په ولکه کې ده.
موصل د عراق په شمال کې موقعیت لري او له بغداد وروسته د عراق دوه ستر او ګڼ نفوسه ښار دی.
دغه ښار درې کاله مخکې د داعش لاس ته ولوېد او د دې ډلې مشر ابوبکر بغدادی د داعش ډلې نومول شوی خلافت په همدې ښار کې اعلان کړ. د دې په نتیجه کې د دغه ښار۵۰۰ زره اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړوتل.
داعش ډلي پر موصل د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې دوه تنه ژوندې وسوځول او دوه کسان یې د هم جنس بازۍ په تور له یوې لوړ پورېزي ودانې کښته وغورځول.
داعش په موصل پسې وروسته خپل مخکې تګ ته دوام ورکړ او د تکریت، بغداد، کربلا او د هوایي قرارګاه په لور روان شول.
که څه هم د یادو ښارونو پر نیولو بریالي نشول خو د عراق په شمال کې یې د نفتو پنځه ډګرونه ونیول چې له کبله یې ډیرې پیسې لاسته راوړې.
خو د عراق پوځ د داعش ضد ائتلاف په ملاتړ سره له تير کال راهسې د عراق د ښارونو د نیولو عملیات پیل کړل او یاد ښار یې له داعش څخه آزاد کړی دی.
د عراق لومړی وزیر دغه بریا عراقیانو ته لویه لاسته راوړنه بولي . ترڅنګ یې د عراق پوځ هم د خپل بریا جشنونه یې پیل کړي دي.
د عراق د پوځ یو قومندان ، قاسم وايي:«هیڅ شی نشي کولای زموږ د بریا د جشنونو مخه ونیسي، له دې چې موږ خپل ماموریت پای ته ورساوه نو اوس زموږ د جشنونو ورځې دي.»
که څه هم داعش ډلې په عراق کې ماتې وخوړه خو د دغې ډلې کسان لا په د موصل په کورونو کې پټ دي او دا ګواښ او ډار شته شته چې کیدی شي څانمرګي بریدونه وکړي.
موصل هغه ښار وه چې د عراق په شمال کې د اقتصاد لوی مرکز ګڼل کېده.