Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عراق په موصل کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي

د عراق سیمه‎ييز چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف هوايي بریدونو له امله په موصل کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې یادو هوايي ځواکونو او عراقي ځواکونو پر موصل ښار بمبار کړی دی.

د عراق یوه سیمه‎ييز چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي:«د لسګونو قربانیانو مړي دلته پاتې دي.»

په همدې حال کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې په دې وروستیو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې زیاتوالي له امله یې د موصل ښار بیا‎نیونې عملیات درولي دي.

دا چارواکي زیاتوي:«د موصل زاړه ښار په مرکز کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې لوړ شمېر موږ اړ کړو چې عملیات ودروو او خپل پلان باندې بیا کتنه وکړو. اوس یې وخت دی چې نور یرغلییزې کړنلارې په پام کې ونیسو. اوس هېڅ عملیات دوام نلري.»

د امریکا په مشري د داعش ضد ائتلاف چې د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي د شنبې پر ورځ اعلامیه خپره کړه او په موصل کې یې د بمبار خبر ورکړ.

خبرپاڼه کې راغلي وو:«لومړنۍ موندنۍ ښیې چې ائتلاف ځواکونو د مارچ میاتشې پر ۱۷مه د عراقي ځواکونو په غوښتنه وسله‎وال کسان او تجهیزات په هغه سیمه کې چې ویل کېږي ملکي کسان په کې وژل شوي دي، د موصل په لویدیځ کې په نښه کړو.»

موصل د عراق دوهم لوی ښار دی، او په دې ښار کې داعش دلې خپل مرکز جوړ کړی وه، اوس‎مهال عراقي ځواکونو ختیځه برخه نیولې او د بشپړه نیولو لپاره یې هڅې کوي.
 
په همدې حال کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې په دې وروستیو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې زیاتوالي له امله یې د موصل ښار بیا‎نیونې عملیات درولي دي

شریک یي کړئ